د تخار دشت قلعه اوسیدونکي وایي، په دې ولسوالۍ کې د طالبانو ارشاد او دعوت آمريت ورزشي روزونکو ته ويلي چې تر امر ثاني پورې د بزکشۍ او فوټبال لوبو د کولو اجازه نه لري.
سرچينه ادعا کوي، چې د درې ساعتونو نښتې وروسته د «مقاومت جبهې» ځواکونو شا تګ وکړ. د سرچینې په وينا، په دشت قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو امنیې قومندانۍ د ودانۍ ځينې برخې ويجاړې شوې دي.