اطلاعات روز: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې صرافان وایي، چې طالبانو پرې د روزګار کړۍ راتنګه کړې...
کندهار کې د اسعارو د سوداګریز مارکېټ صرافان وایي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک نوي شرایط ټول صرافان نه شي پوره کولای او یوازې د ګوتو په شمیر کسان د جواز اخیستلو توان لري.
هدایت الله بدري وويل: «د افغانستان بانک په تېرو څه باندې دوو کلونو کې توانېدلی چې د اسلامي بانکولۍ د پراختيا لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړي، تر دې مهاله د کوچنيو پورونو د ورکړې لپاره يو بانک په بشپړه توګه اسلامي شوی دی او نورې هڅې هم روانې دي چې ډېر ژر نور بانکونه هم اسلامي شي.»
د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې نه یوازې عام وګړي د زړو بانکنوټونو له شتون زوریږي، بلکې صرافان او دوکانداران په بازار کې د افغاني بانکنوټونو د کمښت ستونزه هم د پام وړ بولي.
د خپرو شویو شمېرو له مخې، تر دې دمه د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۲۶ کڅوړې او د ۳۲ میلیونو ډالرو په ارزښت څه باندې ۳۰ کڅوړې افغانستان ته رسېدلې دي.
د کندهار د صرافانو ټولنې مشر وایي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک په خپله نوې پریکړه کې د صرافیو جواز اخیستو لپاره بانکي تضمین له ۱۰۰ لکه افغانیو څخه ۶۶ لکه افغانیو ته راټیټ کړی دی.
د کندهار د صرافۍ په مارکیټ کې یو صراف سردار خان وايي، صرافان د دې وس نه لري چې د افغانستان بانک ته لس ميليونه افغانۍ بانکي تضمين ورکړی او ترڅنګ یې د زر لکه افغانیو پانګې ښودنه وکړي.
د افغانستان بانک لپاره د طالبانو لومړی مرستیال نور احمد اغا زیاتوي، یاد بانک نوټونه یې د دولتي ادارو ترڅنګ له خصوصي بانکونو، صرافیو او هټۍ والو راټول او په بدل کې یې نوي بانک نوټونه ورکړي دي.
د رويټرز په وينا، دنيلز ويلي، چې قربانيانو ته د دې پانګې د مصادره کولو اجازه ورکول د دې حکم په معنا دي چې طالبان د افغانستان قانوني دولت دی.
د مرکزي بانک له ارقامو سره سم پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د نړيوالې ټولنې د ټولو نغدي مرستو کچه څه باندې يو ميليارد او ۹۵۳ ميليونه ډالره کېږي.