اطلاعات روز: د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه...
د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې ويلي، چې په دې غونډه کې به د امريکا د پوځ پخوانی لوی درستيز جنرال مارک ميلي او د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سنټکام) پخوانی قومندان فرانک مک کنزي شهادت ورکوي.
د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس مايک مک کال هم ويلي: «د بايډن حکومت له امريکايانو غواړي چې له افغانستانه خپله بې نظمه وتنه هيره کړي، همدې شي په ټوله نړۍ کې زموږ دښمنان زړور کړل، زموږ شريکان او متحدين يې تر شا پرېښودل او د ۱۳ زړورو امريکايي سرتېرو ژوند يې واخيست.»
مايک مک کال زياته کړې: «دا پر شاتګ پر دې حکومت يو داغ دی او د دې وزارت له لوري د خپل نه شفافيت د پټولو هڅې يو بل دليل دی چې موږ بايد ځوابونه تر لاسه کړو.»
له افغانستانه د وتلو لپاره لومړنی توافق د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال وشو، وروسته چې کله جوبايډن واک ته ورسېد دا توافق يې عملي کړ.
خليلزاد د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې ته ويلي، چې هيچا هم نه ده ارزولې چې طالبان د دوحې توافقليک ته ژمن دي او کنه.
د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې ويلي، چې له افغانستانه د ۲۰۲۱ کال پر مهال له افغانستانه د بايډن د حکومت ويرجنې وتنې د امريکا متحدين د طالبانو له غچ اخيستنې سره مخ کړي دي.
د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې له اعلان سره سم، دا غونډه نن (۱۴ د نوامبر) رابلل کېږي. په دې غونډه کې به د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې د امريکا د څارونکې ادارې (سيګار) پلټونکی جان سپکو شاهدي ورکړي.
مک کال د سي بي ايس ټلويزیون په يوه خپرونه کې ويلي، چې د کنګرې د بهرنيو اړيکو کمېټه د امريکا د بهرنيو چارو د وزير تر شاهدۍ وړاندې د اسنادو غوښتنه کوي.