دا په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو په شمول نړیوال بنسټونه له طالبانو غواړي چې د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان تعهداتو ته ژمن پاتې شي. بشري حقونو ته درناوی له دې ډلې سره د تعامل لپاره د هیوادونو شرطونه دي.
اطلاعات روز: د نړیوالې جنایي محکمې څارنوال کریم خان وایي چې دفتر یې غوښتنه کړې چې د طالبانو د مشر...
د بشر حقونو څار سازمان دې چارواکي ویلي چې پر افغانستان د طالبانو پر واکمنۍ تر درو کالو زیات وخت اوړي او د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیز په شمول د هغوی د حقونو سیسټماټیک نقض او د هغو کسانو ځپنه چې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي، له هر ډول احتساب پرته تشدید شوي دي.
ښاغلی بېنټ داسې مهال پنجشېر ته سفر کړی، چې د «مقاومت جبهه» ادعا کوي، چې طالبانو تېره شپه د دغه ولایت د پیریان ولسوالۍ پر اوو کلیو بریدونه کړي او د خلکو خصوصي حریم ته ننوتي دي.
متقي ويلي: «که وغواړو او که ونه غواړو، که ووايو او که ونه وايو، د ننني انسان وجدان نشو کولای له دې تناقضاتو سره ويده وساتو. په غزه کې د فلسطينيانو تر نسل وژنې او د صهيونيستي رژيم تر ازاد پرېښودلو وروسته دا ستر تناقضات په کافي اندازه په ډاګه شوي او د داسې وضعيت د رامنځته کېدو له کبله په نړيوال وضعيت کې بدلون حتمي دی.»
یادونه: د خبرو دا لړۍ د «یو ځای د راتلونکې پر لور شبکې» د غړو له لوري ترسره شوې دي....
په دې راپور کې راغلي چې که له دې دستور العملونو څخه هر يو يې عملي نشي، ښايي پايله يې سخت مجازات وي.
فايق زياته کړې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د وګړو د ژوند حق، ازادي، شخصي امنيت او خصوصي حريم هيڅ ډول قانوني خونديتوب نه لري.
د بشرپالو قوانينو پر اساس د اعدامونو، د جبري ورکو شويو، شکنجې او تښتول شويو ماشومانو کورنۍ بايد وپوهېږي چې پر هغوی څه تېر شوي دي.
دې هیوادونو د طالبانو د فرمانونو او بندیزونو په اړه ويلي: «موږ یو ځل بیا له طالبانو غواړو چې ژر تر ژره دې د بشري حقونو سیسټماټیک نقض په ځانګړې توګه هغه سیاستونه او تبعیضي تګلارې چې ښځې او نجونې له بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو محروموي، ختمې او معکوسې کړي. داسې ناوړه ګټې اخیستنې باید پای ته ورسېږي.»