ګوسمن ويلي، چې له کومه وخته راهيسې طالبان واک ته رسېدلي له اعدامونو او جبري ورکونې سره – سره يې داسې سياستونه غوره کړي چې د ښځو او نجونو حقونه يې محدود کړي دي.
د بشر حقونو څار په راپور کې راغلي، چې د داعش ډلې خراسان څانګې په ۲۰۲۲ کال کې د هزاره ګانو پر خلاف د ګڼو بمي چاودنو او وسله والو بريدونو پړه منلې ده.
مينکي وردن زیاته کړې، چې ښځينه ورزشکارانو راپور ورکړی چې طالبانو د تمرين او ورزش مرکزونه تړلي او هغوی يې په تاوتريخوالي ګواښلې دي.