افغانستان او پاکستان یوازیني هیوادونه دي چې تر اوسه د پولیو په له منځه وړلو نه دي بریالي شوي. په دغو دوو هېوادونو کې ناامني تل د پولیو واکسین د تطبیق پر وړاندې یوه ننګونه پاتې شوې. تر دې وړاندې کلونو کې طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې د واکسین تطبیق ته اجازه نه ورکوله.
ویل شوي دي چې افغانستان ته د روغتیا نړیوال سازمان د رييس او د لوړپوړو چارواکو د سفر هدف، د دې مرستو د دوام په اړه خبرې اترې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې. خو یاد شمیر مثبتې پیښې په ۲۰۲۱ کې څلورو ته راښکته شوې.