سرطان ۳۱, ۱۴۰۱پکتیکا کې دوه ځوانان د لامبو پرمهال اوبو غرق کړيیوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې تېره ورځ ناوخته (پنج شنبه، ۳۰ د چنګاښ) د پکتیکا ولایت اړوند د سربندې په نوم د اوبو په لوی بند کې دوه ځوانان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي دي.