دغه راز سمنګاني په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې طالبان له ترهګرو ډلو سره په جګړه کې بریالي شوي دي.
نوموړی وايي، داعش پخوا په افغانستان کې یو ستر ګواښ و، خو اوس په افغانستان کې ښکاره حضور نه لري.
د مدني ټولنو بنسټونه له ملګرو ملتونو څخه غواړي چې « دا جرم د هزاره ګانو د نسل وژنې په توګه وپیژني او تر شا یې چې کومې ترهګرې ډلې لاس لري تر جدي څار لاندې ونیسي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې امریکا د کابل پر«ممتاز» ښوونیز مرکز او «عبدالرحیم شهید» لېسې د وحشتناکو بریدونو په غبرګون کې نړیوالې ټولنې سره یوځای به خپله غوسه څرګنده کړي.