حمل ۲۸, ۱۴۰۱د پکتيا ډنډ پټان ولسوالۍ کې طالب ځواکونو له پاکستاني ملیشو سره نښته کړېد طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریس وايي، بېګاه شپه ناوخته پاکستاني ملېشه ځواکونو د ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند «شپولې» سيمه کې د طالبانو په امنيتي ګزمه ډزې کړي، وروسته د دواړو لوريو ترمنځ نښته رامنځته شوې.