دغه راز بادغيس کې هم د طالبانو ځايي مسوولين وايي، چې تېره شپه د ډېرې واورې ورېدو له امله د بادغيس – هرات لويه لار تړل شوې ده.
نوموړي له ټولو مسافرينو غوښتي چې تر هغو دې سفر نه کوي، تر څو هوا نه وي سمه شوې او مواصلاتي لارې نه وي خلاصې شوي.
د طالبانو ټولګټو چارو وزارت له خلکو غوښتي چې تر دويمې خبرتيا پورې دې پر دې لار سفر نه کوي. د سالنګ لويه لار کابل د هيواد له شمال سره تړي.
يوه بند مسافر اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دوی له تېري شپې (يکشنبه، ۲۳ د سلواغې) راهيسې بند پاتې دي.
د باميانو لپاره د طالبانو د ټولګټو چارو رييس عبد الخالق حقمل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې په څو مسيرونو کې د واورې پاک کاري پېل شوې ده.