دې هیوادونو د طالبانو د فرمانونو او بندیزونو په اړه ويلي: «موږ یو ځل بیا له طالبانو غواړو چې ژر تر ژره دې د بشري حقونو سیسټماټیک نقض په ځانګړې توګه هغه سیاستونه او تبعیضي تګلارې چې ښځې او نجونې له بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو محروموي، ختمې او معکوسې کړي. داسې ناوړه ګټې اخیستنې باید پای ته ورسېږي.»
ښاغلي مجاهد په يوه غږيز پيغام کې چې نن د طالبانو تر کنټرول لاندې «ملي راډيو» له لوري خپور شوی، وايي چې د يوناما د ماموريت تمديد به «د افغانستان په خير وي».
د امنيت شورا غړو په افغانستان کې بشري وضعيت ته په پام له طالبانو غوښتي چې ډاډ دې ترلاسه کړي چې ښځې د بشرپالو مرستو د ارزونې، پلانونې او لېږنې د بهير برخه دي.
د بشر حقونو فعالانو همدا راز ټينګار کړی، چې د ځانګړي استازي په ټاکلو او يا د يوناما لپاره د يو بل ځایناستي په ټاکلو کې بايد د افغانستان د خلکو اساسي اړتياوې او ډيموکراټيک ارزښتونه اصل وي، نه له طالبانو سره تعامل.
د فريدون د ارزونې په راپور کې اوسنی وضعيت، سپارښتنې او وړاندوينې را اخيستل شوې دي او ورسره په نړيوالې ټولنه کې د افغانستان د بيا ادغام لپاره عملي نقشه بيان شوې ده.
د دې راپور له مخې، په لوړه کچه د بريدونو کولو لپاره د القاعدې ظرفيت لا هم محدود دی، خو د داسې بريدونو د کولو اراده لري او د بهرنيو عملیاتو د کولو لپاره يې وړتياوې لوړې شوې دي.
د پاکستان استازي ټينګار وکړ چې له طالبانو سره د تعامل لپاره په هره راتلونکې جوړېدونکې تګلاره کې بايد له تروريزم سره مبارزه تر ټولو لومړی لومړيتوب وي.
اطلاعات روز: د هيواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د تازه...
اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق ويلي چې د دې هيواد وګړي...
د افغانستان ډيپلوماټيکو استازوليو ټينګار کړی چې يوازې يو ټول ګډونه او ولسمحوره دولت د دې وړتيا لري چې د ولس غوښتنې پوره کړي او سياسي ثبات تأمين او د افغانستان ملي وحدت ډاډمن کړي.