حوت ۷, ۱۳۹۹پکتيا کې وسلې او د موټرونو غله نيول شويد امنيه قومنداني وياند حيات الله نظامي وايي چې پوليسو په ځاځي اريوب ولسوالي کې د کشفي راپورونو پر اساس نظامي عمليات تر سره کړي او په پايله کې يې ځينې وسلې او مهمات نيولي دي.