حمل ۲۸, ۱۴۰۰لغمان کې د والي پرضد لاریون؛ لاریونوال د والي ګوښه کېدل غواړيلاریون کوونکو نن (شنبه، ۲۸ د وري) د لغمان ولایت والي پر ضد شعارونه ورکول او پر هغه یې د فساد، غلا او د قومونو ترمنځ دبې اتفاقۍ تور لګاوه، لاریون کوونکو د کابل-جلال اباد لویه لاره هم د څو ساعتونو لپاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه.