کونړ او نورستان کې ځايي اوسېدونکي شکایت کوي، چې د دغو ولایتونو په مرکزونو او لېرې پرتو ولسوالیو کې د...
اطلاعات روز: د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ اوسیدونکي شکایت کوي چې په دې ولایت کې د طالبانو له لوري...
د نازیانو ولسوالۍ یو اوسیدونکی وایي، اوس او هم یې د تېرو کلونو پر مهال د سیمي ډېر ځنګلونه په ناقانونه توګه وهل شوي چې نه یوازې طبیعت یې بدرنګه کړی بلکې د سیمي په موسم یې هم ناوړه اغیزې کړې دي.
خوست کې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ شمباوت، په تڼيو ولسوالۍ کې د بندخېلو، سنکيو، ادمامد، د شکل دوه منده، د سپېرې ولسوالۍ تنګي سيمه، د ځاځي ميدان الګاډې او د ګربزو ولسوالۍ ژوره هغه سيمې دي چې ګڼ او د پخوانيو کلونو ځنګلونه په کې شتون لري.
شکين، زيړوک، وړممۍ، برمل او ځينې نورې د پکتيکا هغه ولسوالۍ بلل کيږي، چې غرونه يې په پریمانه ډول طبیعي ونې لري او د سيمې ځايي خلک يې له جلغوزيو ونو په کلني ډول د پام وړ عوايد لاسته راوړي.
د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د چارپيريال سانتې رييس فيروز محمد زي هم د ځنګلونو وهل کیدو اندیښمن کړی او وایي، دا هغه شرکتونه دي چې د معدن وزارت جواز لري، خو د چاپيريال ساتنې ادارې څخه يې جواز نه دی تر لاسه کړی نو ځکه يې دغه سرغړونې کړي دي.