د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې د ملاهبت الله اخوندزاده په خواله ویل شوي، د شریعت تطبیق ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.
زموږ ټولنه له شديد اخلاقي بحران سره مخ ده. له خلکو د ګڼو نورو بحرانونو تر منځ د ژوند کولو لار ورکه ده او په دې لړ کې چې کوم کسان د ټولنې رهبري ته را وړاندې شوي، ښځه یې یوه وسیله ګڼلې.
بېنټ وویل، افغانستان کې د ښځو او نجونو په حقونو کې لوی شاتګ راغلی، داسې بدلون چې «ښايي په تاریخ کې یې کم ساری وي.»
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې بلاول بوټو زرداري او فيصل بن فرحان آل سعود په افغانستان کې له امنيت، ثبات او سولې څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.