د ښځو لپاره په سياسي، ټولنيزه او کلتوري برخه کې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې له منځه تللي او د جمهوري نظام په له منځه تګ سره د بشري او انساني حقوقو ټول معيارونه ختم شوي دي.
د بلخ ولايت اوسېدونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وايي، چې طالبان د امنيت تامينولو په نوم د کورنیو د غړو په اړه معلومات راټولوي خو په حقيقت کې د ځوانو نجونو ليستونه برابروي.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ريیس عبدالباري راشد هلمندي وايي، د روزخان په نوم دغه کس خپله ميرمن د ساتول په کذارونو وژلې او وروسته د خپلو دوه ماشومانو سره له سيمي څخه تښتېدلي و.
افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ يو نيم کال اوړي. په هرات کې د طالبانو د ښځينه زندان يوه پخوانۍ زنداني وايي «هيڅوک نه پوهېږي چې چيرې ، څه وخت او په کوم دليل به له دې وېروونکې ډلې زيانمنېږي.»
د اطلاعات روز د موندنو پر اساس، د طالبانو د واکمنۍ په تېر يوه کال کې د خپلسرو وژنو، ځانوژنې ته د ښځو او نجونو مجبورېدل، د ښځو زنداني کېدل او د هغوی شکنجه په بېمخينې توګه زيات شوي دي.
له بلې خوا هرات کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي کمېسیون شمېرې ښیي، چې تېر یو کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۷۴ قضیې ثبت شوې دي.
د افغانستان ښځې له ۱۵ مياشتو راهيسې د بنديزونو او د ژوند د ناسم وضعيت په وړاندې اعتراض کوي. طالبانو په کابل کې ۴۴ ښځې له خپلو کورونو او يا هم کارځايونو څخه وړې او شکنجه کړې دي.