ذکيه وايي چې د مېړه د ختم او تدفين تر مراسمو وروسته، ورسره دا فکر پیدا شو چې له مېړه پرته له ژوند سره ځان څرنګه عيار کړي او د خپلو اولادونو لپاره مور او پلار شي؟
د یوه بل غیر دولتي بنسټ روعتیایي کارکونکې وایي، د دې پر ځای چې د نورو درملنه وکړي اوس خپله په رواني ناروغۍ اخته شوې او حیرانه ده چې څه وکړي.
د طالبانو وياند ويلي، چې دا ډله په هره برخه کې له ديني اصولو او د افغانستان له ارزښتونو سره سم همکارۍ ته تياره ده.س
د ملګرو ملتونو پر ويبپاڼه له خپاره شوي راپور سره سم، روزا اوتنبايو ټينګار کړی چې د طالبانو له لوري تر شپږم پورته ټولګيو کې د نجونو پر زده کړو، پوهنتونو ته د نجونو پر تګ او په بشري بنسټونو کې د هغوی پر کار بنديز د «اساسي حقونو شديد نقض» دی.
پوتزل تر دې وړاندې له نورو طالب چارواکو سره هم د ليدنې پر مهال ټينګار کړی و چې د ښځو پر خلاف لګېدلي بنديزونه دې لغو شي.
همدا راز د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ټينګار کړی دی چې دا هيواد د طالبانو د وروستيو فرمانونو د بيرته اخيستلو لپاره هر هغه څه کوي چې کولای يې شي.
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې یونیسف ادارې په مرکز پل عالم او ځینو ولسوالیو کې د شاوخوا ۹۱۱ سیمه ييزو ټولګیو فعالیت ځنډولی دی.
د ناروې د کډوالو شورا او ځينو نورو سازمانونو په افغانستان کې خپل فعاليتونه په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز ته په غبرګون کې درولي دي.
د اسلامي همکاريو د سازمان اجرايوي کميټې ټينګار کړی، چې طالبان دې ښځو او نجونو ته اجازه ورکړي چې له خپلو حقونو استفاده وکړي او د افغانستان په ټولنيز او اقتصادي پرمختګ کې ونډه واخلي.
پوناما د پوټزل په حواله ليکلي، چې په مرستندويه سازمانونو کې د طالبانو له لوري د ښځو پر کار او زده کړو بنديز به د افغانستان ټولو وګړو ته زيان ورسوي.