د دې بنسټ په وينا، هغو ۱۵۱ سازمانونو چې د ښځو تر مشرۍ لاندې او يا يې هم د ښځو په چارو کې فعاليت کاوه، خپل ۸۶ سلنه کار يې يا درولی او يا هم محدود کړی دی.
دغه مکتوب چې تېره ورځ استول شوی، د ښځو د کار بندیز په اړه پکې یاد مرستندویه بنسټونه د طالبانو د مشر ملاهبتالله اخوندزاده له حکم څخه په ښکاره سرغړونه تورن شوي دي.
د ناروې د کډوالو شورا او ځينو نورو سازمانونو په افغانستان کې خپل فعاليتونه په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز ته په غبرګون کې درولي دي.
کارپوهان وايي، چې طالبان پر ښځو په بنديزونو لګولو او له اقتصادي فعاليت څخه د هغوی په راګرځولو غواړي چې په هر اړخ کې ټولنيز جوړښت بدل کړي.
د ملګرو ملتونو وياند استفان دوجاريک په نيويارک کې خبريالانو ته ويلي، چې په افغانستان کې د دې سازمان دفتر د طالبانو پریکړه ترلاسه کړې چې په ملګرو ملتونو کې د ښځو کار منع کوي.
له دې سره – سره، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې کېدلای شي د طالبانو وروستۍ پرېکړه د افغانستان د خلکو لپاره ويجاړونکې وي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اجرايوي مديرې زياته کړې چې د افغانستان په لېرې پرتو سيمو کې هره مياشت ۲۴ زره ښځې زېږون کوي او د خوندي زېږون لپاره روغتيايي خدماتو ته اړتيا لري.
د ګوتریش په وينا، د اغېزناکو بشري مرستو رسولو لپاره اړتيا ده چې ټولو اړمنو ته بشپړ، خوندي او له کوم خنډ پرته لاسرسی موجود وي.
پوتزل وايي، چې د ښځو پر زده کړو، تحصيل او کار بنديز په افغانستان کې ميليونونو وګړو ته زيان رسوي او نارينهو، ښځو او ماشومانو ته د اساسي مرستو رسولو مخنيوی کوي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي چې دا فرمان د ښځو د «عزت او عفت د خونديتوب» لپاره ورکړل شوی دی.