د یوناما د شمېرو له مخې چې نن (دوشنبه، ۱۱ د تلې) خپرې شوي، په وژل شویو کې لږ تر لږه ۴۶ نجونې او ځوانې ښځې شاملې دي.
پر کاج ښوونیز مرکز د برید په سبا لار د کابل لویدیځ کې یو شمیر میرمنو د «شهید مزاري» سړک او علي جناح روغتون مخې ته پر هزاره ګانو د بریدونو د دوام پر ضد لاریون وکړ.
د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز پرون سهار برید ترسره شو. د باخبره ولسي سرچینو د معلوماتو له مخې په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
يو تن محصل اطلاعات روز ته وويل، چې د دې غونډې ګډونوالو د هزارهګانو «نسل وژنه» وغندله او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل، چې د دغه «جنايت مخه ونیسي او په رسمیت یې وپیژني.»
فاطمه د کابل د رابعه بلخي له لېسې فارغ شوې ده. نموړې وايي، هوډ یې درلود چې د سږني کال د کانکور ازموينې لسو غوره زده کوونکو په ډله کې راشي.
د امنیت شورا غړو ټینګار کړی، چې هره ترهګریزه کړنه، د هغوی د انګیزې په پام کې نیولو پرته، هرچیرې، هرکله او د هر هغه چا له خوا چې ترسره کیږي، جنایت او د توجیې وړ دی.