د جنوبي افريقا له لوري مارکو يانسن او تبريز شمسي درې او انريک نوکيا او کاګيسو ربادا دوه-دوه افغان لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان له لوري د توپ اچونې په برخه کې ګلبدين څلور، نوين الحق درې، راشد خان، نبي او عظمت الله يو-يو اسټرالوي لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان له لوري فضل الحق فاروقي درې، نوين الحق دوه او نور احمد د مقابلې لوبډلې يو لوبغاړی وسوځاوه. د يادونې وړ ده چې د پي اين جي نور لوبغاړي رن اوټ شول.
د افغانستان له لوري د توپ وهنې پېل ښه و او د پېل توپ وهونکو ابراهيم ځدراڼ او رحمان الله ګربز د ۱۵۴ منډو ملګرتيا وکړه او افغانستان يې يوه خوندي هدف ته ورساوه.
استرالیا کې د کرکټ نړیوال شل اوریز جام روانو سیالیو په ترڅ کې دا د افغانستان دویمه لوبه ده چې بایلي یې لومړۍ هغه یې انګلستان ته بایللې او د نیوزیلنډ او ایرلنډ پر وړاندې لوبې یې د باران له کبله لغوه اعلان شوې.
بنګلدېشۍ لوبډله د هدف په تعقیب کې په اتلسم اور کې ټوله وسوځېده او د بنګلدېش له لوري د پېل لوبغاړي ليټن داس ۵۴ ناسوځيدلې منډې وکړې.
د ويسټ انډيز له لوري نيکولاس پوران تر ټولو ډېري ۹۸ منډې وکړې او رن اوټ شو.
د افغانستان له لوري د تېرې لوبې په څېر يو ځل بيا د پيل لوبغاړو رحمان الله ګربز او ابراهيم ځدراڼ ښې منډې وکړې. ګربز ۸۰ او ابراهيم ځدراڼ ۴۴ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري ګلبدين نايب تر ټولو ډېري ۶۹ چټکې منډې وکړې او همدا راز عظمت الله عمرزي هم د ۴۸ منډو يوه چټکه پاڼۍ ولوبوله.
دغه راز د انګلستان لوبډلې لوبډلمشر جوش بټلر هم ویلي، دغې لوبې ته یې ښه چمتووالی نیولی خو د افغانستان ورو توپ اچوونکو ته په اشارې یې زیاته کړې چې لوبه به ورته اسانه نه وي.