نی د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې سږکال د ټلويزیون نړيواله ورځ په داسې حال کې را رسېږي چې د افغانستان تر نيمايي زياتې انځوريزې رسنۍ فعاليت نه کوي.
اطلاعات روز: د خبريالانو د خونديتوب کميټې يو ځل بيا له طالبانو غوښتي چې د رسنيو پر خلاف دې د...
اطلاعات روز: د افغانستان د خبريالانو مرکز د يوې اعلاميې د خپرولو له لارې غوښتنه کړې چې په دوحه کې...
سرچينې ویلي، چې اووه يا اته وسله وال طالبان په تاوتريخوالي، توهينوونکي او ګواښونکي انداز ټلويزیون ته ننوتلي او د دې ټلويزیون کارکوونکي يې په تالار کې را ټول کړي دي.
کندهار کې د خپلواکو خبريالانو د اتحاديې مشر محمد يار مجروح بیا وایي، د طالبانو له واک ترلاسه کولو وروسته کندهار کې شپږ محلي راډيوګانې تړل شوي چې له هغې جملې يوازې درې سږکال د مالي منابعو نشتون له کبله تړل شوي.
د نومبر ۲۱مه د ټلویزیون له نړیوالې ورځې سره برابره ده. تېرو کلونو کې دا ورځ په افغانستان کې په یو لړ شاندارو مراسمو کې لمانځل کېدله.
د خبريالانو د نړيوالې کميټې د اسيايي پروګرام همغږي کوونکي به لیهیی ويلي، چې طالبان بايد د هميشه بهار راډيو او ټلويزیون ته اجازه ورکړي چې خپل فعاليت بیرته له سره پېل کړي.
د افغانستان د خبريالانو د مرکز له راپور سره سم، د روان کال پر مهال د استخباراتو ادارې او د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په مستقيمه او غير مستقيمه توګه او د خبريالانو د نيونې، ګواښنې او ويرونې له لارې د رسنيو او بيان د ازادۍ په ځپنه کې لاس درلود.
د راډيو کاروونکی تاج محمد ساحل وايي، له لسیزو راهیسې کندهار کې خلک له دايمي برېښنا څخه نه دې برخمن او دا چاره د راډيو د ډير اورېدو سبب شوې ځکه چې خلک ورته هر ځای لاسرسی لري.
د ده په خبره، اوسنۍ اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې راډیو خپل نشرات ودروي.