ګلینسکي د ټولنیزو رسنیو له لارې په یوه بیانیه کې څرګنده کړې چې د واټس اپ له لارې د طالب چارواکو له ځورونې او ګواښونو سره مخ شوې ده.
تر اوسه د کابل نیوز د فعالیت د بندیدو لامل نه دی څرګند. یوې سرچینې نن (سېشنبه، ۱۰ د لړم) اطلاعات روز سره په خبرو کې یواځې د دې رسنۍ د خپرونو بندیدل تایید کړل.
سرچينې ویلي، چې اووه يا اته وسله وال طالبان په تاوتريخوالي، توهينوونکي او ګواښونکي انداز ټلويزیون ته ننوتلي او د دې ټلويزیون کارکوونکي يې په تالار کې را ټول کړي دي.
د نومبر ۲۱مه د ټلویزیون له نړیوالې ورځې سره برابره ده. تېرو کلونو کې دا ورځ په افغانستان کې په یو لړ شاندارو مراسمو کې لمانځل کېدله.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي لږ تر لږه ۲۴۵ پېښې ثبت شوي
یو شمير نورو خبريالانو بیا اطلاعاتو ته په لاس رسي ټينګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې مسوولين دې د اطلاعاتو په ورکړه کې له دوی سره مرسته وکړي.
د سولې له خبرو چې کومې تمې او هیلې وې هیواد کې د هغې برعکس وضعیت رامنځته شو. د افغانستان سیاسي نظام د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه هغه مهال سقوط وکړ چې پخوانی ولسمشر له هېواده وتښتېد او د جمهوري نظام پر ځای طالبان واکداران شول
یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره ورځ (دوشنبه، ۸ د وري) یو شمیر رسنیو مسوولین د طالبانو د استخباراتو ریاست سره وروستۍ ناسته کړې وه، چې په پایله کې یې بندي خبریالان ازاد کړل
سندرو مطلق بندیز دی او په دوه ساعتونو کي باید سندري بندې کړي، که نه د سخت چلند سره به مخ شي او هغه راډیو چي جواز نلري او یا یې د جواز وخت ختم وي باید بندې شي.
په همدې حال کې بیا د ځینو غږیزو رسنیو کارکوونکي هم د مالي ستونزو ډېرېدل د اندېښنې وړ بولي او وايي، د یادو ستونزو له امله دوی ته په وخت تنخوا هم نه ورکول کیږي.