د ترينکوټ د ولايتي روغتون يو تن سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال په دي اړه د اطلاعات روز ته وويل چې سخته لوږه، فقر، بیکاري او کورنۍ شخړې هغه لاملونه دي چې خلک يې په رواني ناروغۍ اخته کړي دي.
په هرات کې يو شمېر رواني ډاکټران وايي چې د بنديزونو له زياتېدو سره، د ښځو په ځانګړې توګه د زده کوونکو تر منځ رواني ناروغۍ زياتې شوې دي.
د روان پوهانو په باور، پر کورنۍ او ټولنې د «ځان وژنې» رواني او ټولنيزې منفي اغېزې د محاسبې وړ نه دي او له هرې ځان وژنې سره ۲۰ تنه په مستقيمه توګه اغېزمن کېږي.
په دغه ولايت کې د طالبانو ځايي امنيتي چارواکي وايي، ياده پېښه د تېرې سې شنبې په شپه (۹ د غبرګولي) د ارغنداب ولسوالۍ په «ګل کلاچې» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د کندهار اوسیدونکې بي بي نازیه هغه میرمن ده، چې خاوند یې له شاوخوا درې کلونو راهیسې بې کاره دی، چې دې چارې نوموړې په رواني او نورو ناروغیو اخته کړې ده.
د هرات پوهنتون د طب پوهنځي د درېيم کاله محصله پريسا رحمتي يوه له هغو نجونو ده چې د طالبانو تر حاکميت لاندې ژوند کې په رواني اختلالاتو اخته شوې.
د طالبانو راتګ سره زابل ولایت کې د بې کارۍ کچه ورځ تر بلې زیاتیږي چې د چارو کارپوهان یې ترټولو لوی لاملونه دغلته د صنعتي فابريکو او تجارت نشتون يادوي.
کندهار ښار کې د بې روزګارۍ زیاتوالي سره زیات شمېر ځوانانو د رېړۍ او وړو هټیو کاروبارونو ته مخه کړې...
کندهار کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسوول وايي، په دې ولايت کې زيات شمېر خبريالان د پخوانيو امنيتي پېښو او اقتصادي مشکلاتو له امله په رواني ستونزو اخته شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه مرکز او ساتنځای کې ټول هغه ناروغان چې په رواني ناروغیو اخته وي ، ساتل کېږي او د متخصصو ډاکټرانو له خوا به يې درملنه کېږي.