د طالبانو بیا ځل واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت په بېسارې ډول خراب شوی دی. د...
ارزګان کې د طالبانو د عامې روغتيا ریاست مسوولين وايي، د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۱۳ درملتونونو له جملې څخه یوازې ۷۰ یې جوازونه لري او پاتې نور په غیرقانوني توګه فعالیت کوي.
ورته مهال هلمند کې د طالبانو روغتیایي مسوولین خبر ورکوي چې د دې ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې د ۱۴ لکه افغانيو په ارزښت یو روغتون ګټې اخیستنې وسپارل شو.
ارزګان کې یو تن ډاکټر وایي، چې په هېواد کې د ورستيو جګړو له امله د زيات شمير روغتونونو ودانۍ ويجاړې شوې او روغتيا وزارت اړ شوی چې د خلکو کورونه د دغه ډول خدماتو ترسره کيدو په هدف کرايه ونيسي.
د کونړ او نورستان اوسېدونکي د طالبانو له حکومت او نړۍ والو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې په روغتیايي برخه کې دې د خلکو د ستونزو حل لپاره بېړني اقدامات وکړي.
د خوست، کندهار او نورستان خلک په روغتونونو کې د کافي امکاناتو او درملو نشتون یوه جدي ننګونه بولي او وایي، د خلکو د نفوسو زیاتوالي سره په روغتیایي مرکزونو کې د امکاناتو زیاتوالي ته هیڅ پام نه دی شوی.
د سره صليب د نړيوالې کميټې له ارقامو سره سم، په افغانستان کې ميليونونه کسان روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري. لامل يې دادی چې په افغانستان کې په زرګونه روغتيايي مرکزونه ځنډول شوي دي.