د هېواد لومړۍ مېرمنې له خوا دا ډول دروند تور پر داسې بنسټ چې باید په عالي کچه، قانون تصویب او تدوین او د حکومت پر کړنو څار وکړي، ټکان ورکوونکی دی. خو د دې ادعاو او تورونو مدعیان، نه باید یواځې په کلي او سرپټي توګه تورونه ولګوي او له اسنادو او شواهدو ډډه وکړي.