سرطان ۱۶, ۱۴۰۱کندهار او زابل ولايتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو له امله ۲۲ تنه مړه شويزابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي رحمت الله حماد نيازي اطلاعات روز ته وویل، چې د دغه ولايت په مرکز قلات، سيوري، شینکۍ، دای چوپان او شاجوې ولسواليو کې له تېرو دوو ورځو راهیسې سېلابونه راوتلي او خلکو ته يې مالي او ځاني زیانونه رسولي.