د افغانستان لپاره د امریکا سفارت زیاته کړې چې «راشئ د ټولو لپاره د زده کړو ملاتړ وکړو او ډاډ تر لاسه کړو چې هره افغانه نجلۍ هغه زده کړې وکړي چې وړ یې ده».
د کندهار په لېرې پرتو سیمو کې عام خلک شکایت کوي، چې په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو نشت د...
په سږني کانکور ازموينه کې د متفرقه کډونوالو پرته د ټول هیواد په کچه څه باندې ۹۷ زره د دولسمو...
د ښځو د حقونو فعالانې وایي، چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل کېدل ډيری افغان نجونې له رواني اړخه زیانمنې کړي او زیاتوي، که چیرته د زده کړو دروازې تړلې پاتې شي دا به د نجونو راتلونکی ژوند وګواښي.
د يونيسف د اجرايوي مديرې په وينا، د نجونو پر زده کړو د بنديز اغېز په خپله تر هغوی ډېر زيات دی او په افغانستان کې روان بشري کړکېچ تشديدوي او د دې هيواد پر اقتصاد او د پرمختګ پر بهير بدې اغيزې لري.
کله چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د روان کال په غبرګولي میاشت کې خپلو دولتي ادارو ته په...
پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت په تېرو دریو کلونو کې د کانکور د ګډونوالو شمیر د هیواد په ټولو...
لغمان میشتي ادعا کوي، چې لاهم د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار او یو شمیر ولسوالیو کې دولتي ښوونځي په شخصي او کرایه کورونو کې فعالیت کوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، چې د پخوانیو چارواکو او سرتیرو خپلسري توقیف، شکنجه، ناوړه چلند او له قانوني پلوه د غیر قانوني وژنو راپورونه دوام لري او د روان کال د فبرورۍ او می میاشتو ترمنځ، یوناما د غیر قانوني وژنو لږ تر لږه درې قضیې راپور کړې او همدارنګه د خپل سري توقیف ۳۷ قضیې او د چارواکو د شکنجې او بد چلند څلور قضیې ثبت شوي دي.
سیمه ییز خلک «ډېورنډ فرضي کرښې» ته څېرمه له زده کړو د ماشومانو د بې برخې کېدو لامل د حکومتونو نه پاملرنه او د پاکستاني ځواکونو له لوري توغندیز بریدونه یادوي.