د خوست ولایت یو تن قومي مشر حاجي عبیدالله د طالبانو له ولایتي مسوولینو غوښتنه وکړه، چې د کېدونکو مرستو لپاره پلان چمتو تر څو په منظم او له فساده په پاک ډول اړمنو ته ورسیږي.
مجاهد نن سهار (پنجشنبه، ۲ د چنګاښ) په یوه ټویټ کې لیکلي چې د قطر هیواد د بشري مرستو یوه الوتکه تېره شپه کابل کې ښکته شوې ده. د هغه په وينا، ايران هم زلزله ځپلو ته د بشري مرستو دوه الوتکې رالېږلې دي.