د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې نه یوازې عام وګړي د زړو بانکنوټونو له شتون زوریږي، بلکې صرافان او دوکانداران په بازار کې د افغاني بانکنوټونو د کمښت ستونزه هم د پام وړ بولي.
تاج محمد د ترینکوټ ښار یو بل اوسیدونکی دی نوموړی وايي، ټول ښار کې خلک په زړو افغانیو راکړه ورکړه کوي چې نه يې هټۍوال اخلي او نه يې هم مشتريان چې تل یو له بل سره په لانجه اخته وي.
د کندهار ولايت د صنايعو او معدنونو خونې مشر سيد سرور اماني اطلاعات روز ته وويل، په کندهار کې لسګونه د یخ او خوراکي توکو توليدي فابريکې فعاليت کوي او د ټولو کاروبار په ميده افغانیو روان دی.
کونړ مېشتي وايي، د افغانستان بانک له لوري د زړو افغاني بانکنوټونو د راټولولو لړۍ سره-سره لا هم په بازارونو کې زړې او مندرسې افغانۍ شتون لري، چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره لاس په ګرېوان کړي.
د ترينکوټ ښار دوه اوسيدونکي محمد قيوم او سيد احمد د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې له کار لوېدلې افغانۍ ټولې او نوې پیسې دې پر ښاریانو وویشي.
صرافان او دوکانداران په بازار کې د افغانۍ د کمښت ستونزه هم د پام وړ بولي او د طالبانو له حکومته غواړي چې یا د افغانستان بانک له زېرمو افغانۍ د چلند لپاره بازار ته راوباسي او یا دې نوي بانکنوټونه چاپ کړي.