سرچينې زياتوي، چې د سرپل لپاره د طالبانو والي خلک د لاس په پرېکولو تهديد کړي او ويلي يې دي: «هر څوک چې د پښتنو حق وخوري لاس به يې پرې شي.»
سرپل کې د طالبانو د والي ویاند محمدابراهیم مکلف د یاد طالب وژل کیدل تاییدوي او وایي، چې د دې وژنې انګیزه تر اوسه څرګنده نه ده. مکلف د قاتلینو د نیول کیدو خبر هم ورکوي.
د سرپل ولايت د امنيې قومندانۍ لپاره د طالبانو وياند دين محمد نظري وژل شوی کس د محمد نعيم په نوم یاد کړ او ويې ويل چې دغه سړى لومړى وهل شوى ټکول شوی او وروسته یې په یوه دسمال خفه کړی دی.
د افغانستان د ملي یووالي ګوند مشر محمد محقق هم په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې طالبانو له تېرو دوو ورځو راهیسې بلخاب ته لښکر کشي کړې او د خلکو کورونه یې په قرارګاوو بدل کړي دي.