نيمروز ولايت کې سلمانیان شکایت کوي، چې د طالبانو د پرله پسې محدوديتونو له امله یې کارونه په ټپه دریدلي...
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د سلمانیانو شمیر تر ۵۰۰ پورې رسیږي چې په زرګونو کسان په کې په کار بوخت دي، خو د طالبانو د امربالمعروف د لګول شوي بندیزونو له کبله زیات شمیر سلمانیان د اقتصادي ستونزو مخ او خپل کاروبار یې پرییښی دی.
همایون په چپرهار ولسوالۍ کې یوه سلماني لري وایي، د کاروبار خونده یې نشته چې لامل یې د طالبانو له لوري د ږیرې پر خریول او سټایلي ویښتانو په برخه کې بندیزونه او محدودیتونه یادوي.
د هیواد په ختیځ ننګرهار او لغمان ولایتونو کې سلمانیان شکایت کوي، چې د طالبانو له خوا پر عامو خلکو...
خوست کې د يوې سلماني مالک چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، اطلاعات روز ته په دې پرېکړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ويل، چې د وېښتانو جوړل يې د ګټې وټې يوازينۍ لاره ده او غوښتنه يې وکړه چې په دې برخه کې دې پر دوی لګول شوي محدودیتونه راکم کړي.