د سرچېنې د مالوماتو له مخې قاري زبیر جانان په اصل کې د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ اوسیدونکی و چې اوسمهال یې په دې ولایت کې د طالبانو په نظامي لیکو کې دنده درلوده.
بریالی وایې، وسله والو طالبانو د ملکي وګړو له کورنو په ګټنې پر افغان ځواکونو بریدونه کول، چې په مقابل کې یې د ملي اردو ځواکونو د ملکي وګړو پر کورونو د هاوان مرمۍ توغولي، چې په پایله کې یې شاوخوا ۳۰ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي نن (سه شنبه، ۱۳ د غويي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېره ورځ ناوخته د الیشنګ ولسوالۍ په «ګلوټې» سیمه کې دوو ورونو خپل دریم ورور د کورني تاوتریخوالي له امله په وهلو او ډبولو وژلی دی.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي نن (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، تیره ورځ ناوخته د علیشنګ ولسوالۍ اړوند اسلام اباد کلي کې وسله والو طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه کړي.