دغه لاریون چې د سوېل ختیځ د ولسونو عالي کمېسیون او بدلون کاروان له خوا نن (دوشنبه، ۱۶ د وري) پر لاره اچول شوی و، علیپور یې «جنګي جنایتکار» وباله او پر حکومت یې غږ وکړ چې د ده له خوا د پوځ چورلکې غورځېدو غچ ترې واخلي.
یاسین ضیا چې نن (شنبه، ۷ د کب) یې د لوړپوړو امنیتي چارواکو په خبري ناسته کې خبرې کولې خبریالانو ته وویل، چې علیپور او جنګیالیو پسې یې عملیات لا هم روان او نن د دې عملیاتو دویم پړاو پیل شوی دی.
د جلالزي په وینا چې علیپور یو ځل نیول شوی هم و، خو همدې دویم مرستیال یې ضمانت وکړ او بیرته یې خوشی کړ.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن (شنبه، ۳۰ د کب) پر خپل ټوېټر لیکلي، چې په هره بیه وي د دې پېښې غچ به اخلي.
د ۲۰۳ تندرقول اردو پر خپلې فیسبوکپاڼې د دې خبر په خپرولو سره ویلي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو دغه موټر پرون (دوشنبه، ۹ د وري) د میدان وردګو ولایت بهسودو دویمې حصې ولسوالۍ ملا یعقوب کوتل سیمه کې په یو لړ چاڼیزو عملیاتو کې موندلي دي.
د لومړۍ حصې د اطرافو د کليو يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې تلاشي کور په کور خلک په وېره کې اچولي او ډېری يې د سيمې پرېښودلو ته اړ کړي دي.
ارګ نن (شنبه، ۳۰ د کب) پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي، چې ولسمشر اشرف غني له غرمې وړاندې د یادې پېښې د قربانیانو کورنیو سره خبرو کې ویلي، چې د هغوی اتلولي نه هېروي.