غور کې د طالبانو د والي ویاند وایي، چې تر اوسه پورې دغلته د استوګنې دوه زره کورونه او ۲۵۰۰ دوکانونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او همدارنګه ۴۰۰ نور کورونه زیانمن شوي دي.
د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال ښځو او نجونو د ټولنې په بېلابېلو برخو کې فعاله ونډه درلوده خو د جمهوري نظام په سقوط او د طالبانو په راتګ سره، په يوه ځل ټولې ښځې او نجونې پر کور کیناستلې
د پخواني حکومت د يوه افسر ښځه چې اوس مهال د غور ولايت د فيروزکوه ښار په يوه ګوښه کې له خپلو پنځو کم عمره لوڼو سره ژوند کوي، هم د خپل ژوند له بده حالته شکايت لري.
په غور کې د طالبانو د والي وياند عبدالواحد حماس وايي، چې دا دوه ماشومان تېره شپه له يوه کلي بل ته تلل چې په واوره کې بند پاتې شوي او مړه شوي دي.
سرچينې زياتوي، چې يو اووه کلن هلک مړ شوی او د دې کورنۍ پنځه نور غړي په بد حالت کې د غور ولايتي روغتون ته وړل شوي دي.
د يوې سرچينې په وينا، دا چاودنه د يوې سرګلولې له امله را منځته شوې او هغه وخت چاودلې چې ماشومانو پرې لوبې کولې. د سرچينې په وينا، دغو ماشومانو د نارنجک سرګلوله دباندې پيدا کړې او کور ته يې راوړې وه.
معترضو ښځو په غور کې د «زده کړو بندول جنايت دی، پر جنايت چوپتيا ذلت دی»، «زده کړه، کار او ټولنيز عدالت زموږ حق دی»، «تبعيض نه» او «زنده باد برابري» شعارونه ورکول.
د ښځو چارو فعالانې وايي، چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو، پوهنتونونو او ښوونيزو مرکزونو تر تړل کېدو وروسته د افغانستان ځوان قشر سخته ضربه ليدلې.
په غور ولايت کې سرچينې وايي، چې طالبانو د غور-هرات ولايت د لويي لارې جوړولو لپاره د دې ولايت له اوسېدونکو پيسې ټولې کړې او دولتي کارمندان هم مکلف دي چې د يوې مياشتې معاش ورته ځانګړی کړي.
غور کې د طالبانو د والي وياند نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دا ماشوم د لعل و سرجنګل له «دهن سرخک» کلي څخه د دې ولسوالۍ مرکز ته د انتقالېدو په حال کې و.