د اغاشيرين په نوم دغه کس وايي له تيرو ۵ کلونو راهیسي يې دغه پروسه پېل کړې چې تر دا مهاله ورسره ۶۵۰ میرمنې کار کوي.
هغه وايي ددغه میرمنو سره ترلاسه شوې ګټه نیمایي کوي او د هرې لاسي غاړې په بدل کې۵۰۰ افغانۍ میرمنو ته ورکوي او ۵۰۰ خپله اخلي.
د کندهار خوږ ژبی ممثل عبدالله ابدالي چې خلک یې د بابک په نوم یادوي، وايي تېرو کلونو کې د تمثیل او تياتر هنر نیم ژواندی مخته روان و، خو اوس د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایيې ادارې له شمېرو سره سم، د دې ډلې سرپرست حکومت د واک له نيولو وروسته بيا د سږکال تر غبرګولي مياشت پورې تر ۳۵۰ ميليارده افغانيو زيات عايدات ترلاسه کړي او تر ۲۶۱ ميليارده زياتې افغانۍ يې مصرف کړې دي.
د غني خیلو ولسوالۍ په قلاو قریه کې د منور په نامه یو ۲۷ کلن ځوان چې پلار یې دوه کاله وړادې وفات شوی وو او اوس د لس کسیزې کورنۍ سرپرستي د همدې هلک تر غاړه ده.
اوچا زیاته کړې چې په افغانستان کې د مرستې رسونې د مهمو برنامو د دوام لپاره بېړنۍ بودجې ته اړتیا ده.
نيمروز چې له ايران سره پوله لري د نشه يي توکو او انساني قاچاق تر ټولو مهمه لار ګڼل کېږي او له امله يې په دې ولایت کې په نشه يي توکو د روږدو شمېر زيات شوی دی.
د روان پوهانو په باور، پر کورنۍ او ټولنې د «ځان وژنې» رواني او ټولنيزې منفي اغېزې د محاسبې وړ نه دي او له هرې ځان وژنې سره ۲۰ تنه په مستقيمه توګه اغېزمن کېږي.