په یوه ویډیو کې چې اطلاعات روز تر لاسه کړې، یو سیمهییز کس لاریونوالو ته وايي چې چې د دې «مال» پر سر له «دوی ټیکس او محصول اخیستل شوی دی او که د دوی مالونو ته اور اچول کېږي، دوی دې هم ورسره وسوځوي.»
په کلګري ښار کې مېشتو افغان وګړو د يکشنبې په ورځ غونډه وکړه او له نړيوالو معيارونو او د افغانستان د خلکو اړتياوو او شرایطو ته له پېچلتيا سره سم يې د ځانګړي استازي په ټاکلو کې د زيات دقت غوښتنه وکړه.
د دې خبرو يوه ويډيو چې اطلاعات روز تر لاسه کړې، ښاغلی خيرخواه پکې وايي، چې ما له هبت الله اخوندزاده څخه وپوښتل چې «څرنګه د فلسطين ملاتړ وکړو؟ خلک هم غواړي ملاتړ وښيي او لاريونونه وکړي».
ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، چې دغه لاریون او اعتراضیه غونډه نن (دوشنبه، ۲۰ د وږي) د سلګونه ولسي خلکو او قومي مشرانو له لوري ترسره شوه.
اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (يوناما) وايي چې په «تاوتريخجنه توګه» د ښځينه...
د طالبانو او ولسي لاريونوالو ترمنځ په وروستيو څو ټکرونو کې مرګ ژوبله واووښته او په دې سره جوته شوه چې د طالبانو د پاليسيو او اوامرو نافذوونکی ځواک له ولسي مخالفت سره له تاوتريخجن تعامل پرته پر بل څه باور نه لري.
پاکستانۍ رسنۍ جيو نيوز ليکلي، چې ښاغلي داوړ له خپلو پلويانو سره يو ځای نن (شنبه، ۲۱ د سلواغې) د ټاکنو د پايلو د ځنډېدو او درغليو پر وړاندې لاريون کړی و، چې د پولیسو په ډزو سره ژوبل شوی دی.
هيواد دغه راز وایي، چې په چمن، کوټې، کراچۍ او نورو ښارونو کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پوځيانو «ظلمونه او بې عدالتۍ» نه شي زغملای او په همدې موخه یې د تېرو شپږو ورځو راهیسی پرلت وهلی.
د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو نقض او د افغانستان له ټولو قومونو څخه د يوه ټول شموله حکومت نه جوړول، د طالبانو د حکومت د نه رسميت پېژندنې عوامل ګڼل کېږي.
سينګارګرې ښځې نن (چهارشنبه، ۲۸ د چنګاښ) تر غرمې وړاندې د «ډوډۍ، کار او عدالت» په شعار ورکولو سره د پلازمينې په شهرنو سيمه کې راټولې شوې وې.