په بلخ ولايت کې ځيني دوکانداران د طالبانو تر دويم ځل واکمنېدو وروسته د ماليو پر زياتوالي نيوکه کوي، دوی د دې ډلې سرپرست حکومت په اضافهتوب تورنوي او وايي اړ دي ملا ماتوونکي مالیې ورکړي.
د صنعت او معدن خونې رییس حاجي تورملنګ وایي، د ګمرکي تعرفو د لوړوالي له امله په دغه ولایت کې د شوکاڼي سوداګري په ټپه دریدلې او له همدې امله ۴۵ صنعتي فابریکې هم تړل شوي او زرګونه کسان بې روزګاره شوي دي.
په همدې حال کې د کندهار د موټر پلورنځيو د اتحاديې مشر حاجي تاج محمد سردار اطلاعات روز ته داسې وویل، کومه ماليه چې اوس د طالبانو حکومت له دوی څخه ټولوي هغه د هر يو سوداګر تر وس او توان پورته ده.
دوکانداران په دې باور دي چې د جمهوريت پر مهال ماليې له هغوی څخه د عايدو پر اساس اخيستل کېدلې د دوی په وينا، طالبان اوس د خپلو عوايدو د زیاتوالي په موخه پر دوی ظلم کوي.
د طالبانو له لوړې ماليې څخه په داسې حال کې خلک شکايت کوي چې واک ته د طالبانو له رسيدو ورسته په ټول هېواد کې کار وبار په ټپه دريدلی دی.