د هلمند خلکو استازي غلام ولي افغان اطلاعات روز ته وایي، چې طالبانو له څلور خواوو پر لښکرګاه بریدونه پیل کړي او ښار تر «ډېر لوړ» ګواښ لاندې دی. له دې سره ښاغلي افغان وایي، چې دولتي ځواکونه په ټول توان له ښاره دفاع کوي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د طالبانو بریدونه پر شا تمبولي دي او له ښاره بېرون خوا ته یې پرمختګ کړی دی: «له اختر وړاندې پرتله اوس د امنیتي ځواکونو حالت غوره دی. امنیتي ځواکونو پرمختګ لرلی دی او د طالبانو د مخکې تګ مخه یې هم نیولې ده.»