خلک وایي، کوڅه ډب سپې د شپې لخوا په ډلییزه توګه پر خلکو حملې کوي او د اندیښنې ځای دا دی چې ښایي دا سپي په خطرناکو لا علاجه ناروغیو اخته وي او د غاښونو له لارې یې انسانانو ته ور انتقال شي.
هر کال د پکتيکا او پکتيا ولايتونو د ښاروالۍ رياستونو له لوري د کوڅه ډبو او ليونیو سپيو د له منځه وړلو لپاره کمپاينونه ترسره کيږي خو سږ کال تر اوسه په دې اړه کوم اقدام نه دی شوی.