تېره ورځ ماښام مهال هم د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند د ملي بس سړک سیمه کې یو رنجر موټر د مقناطیسي ماین موخه وګرځېد، چې پایله کې یې یو نظامي ټپي شو.
په دې ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، دا پېښه نن د (یکشنبه، ۲۳ د تلې) سهار شاوخوا ۰۹:۰۰ بجې د ارغنداب ولسوالۍ په «حسن بابا» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د کونړ امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو مطبوعاتي مسوول فرید احمد دهقان وایي، چې ماین چاودنه نن غرمه شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې د چپې درې ولسوالۍ اړوند «ترینک» سیمه کې د یو ځایي اوسیدونکي په کور کې رامنځته شوې.
په چاودنه کې د یوې کورنۍ درې ماشومان او یو بل غړی ټپیان شوي چې ټپي شوي ماشومان د یو ښوونځي زده کوونکي هم دي.
لوګر کې د طالبانو د والي ویاند عمر منصور وايي، دا پېښه نن غرمه مهال د محمد اغې ولسوالۍ اړوند «زرغون ښار» سیمه له روسانو د یو پاتې شوي پخواني ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
طالب پولیسو د ماین چاودنې څرنګوالی نه دی په ډاګه کړی، خو ویلي یې دي چې چاودنه د یادې سیمې په یو خالي کور کې شوې او پر مهال د محمد ادریس په نوم یو ۱۸ کلن ځوان وژل شوی او نور چاته زیان نه دی رسیدلی.
پولیس زیاتوي، دغو کسانو د خپل کباړ په دوکان کې یو ناچاودی ماین ټکولی چې په همدې ترڅ کې یې چاودنه کړې او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.
سرچینه همداراز وایي، چې په ورته مهال د کونړ د قبایلو ریاست په انګړ کې هم چاودنه شوې چې له امله یې د یاد ریاست دوه طالب ساتوونکي ټپیان شوي دي.
د انس په خبره چې دا ماین پخوانی و او هغه مهال یې چاودنه کړې چې یاد کس د خپل کور په داخل کې د یوې خونې د جوړېدو بنسټ ډبره اېښودله.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې دغه پېښه نن (شنبه، ۱۳ مرغومې) ماسپښین شاوخوا درې بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند په سرخ دیوال سیمه کې شوې ده.