د ښاغلي امرخېل په وینا، دغه تن کامران نومیږي او په طلحه مشهور دی، چې د جلال اباد ښار څلورمه ناحیه کې نیول شوی دی. نوموړی وایي، چې یاد تن په خپل جرم اعتراف کړی دی.
د یادې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه چاودنه نن (دوشنبه، ۲۸ مرغومې) سهار شاوخوا ۰۸:۳۷ دقیقو کې رامنځته شوې ده.
د یادې ولسوالۍ یو اوسیدونکی پاڅون شینواری وایي، چې چاودنه نن (سې شنبه، ۲۴ د لړم) سهار ۱۰:۰۰ بجې د اچین ولسوالۍ اړوند «کهي» کلي کې د یادې ولسوالۍ د ځوانانو ټولنې مسول فرید راحل په حجره کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې.
اوچا وايي، چې د ماين تر څلور زره او ۱۵۰ زيات خطرونه پېژندل شوي، چې د ټولنو او په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره مرګوني ګواښونه دي.
د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی خالد نوري اطلاعات روز ته وویل، چې د چینو او ځینو نورو سیمو کې د ماینونو له وېرې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، هغه له طالبانو غوښتنه کوي، چې په خپل لاس خښ کړای شوي ماینونه بیرته وباسي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي د معاونت دفتر د ماين او له جګړې د پاتې ناچاوده توکو د خطرونو په تړاو د پوهاوي زياتېدو او په دې هيواد کې د ماين پاکۍ د کار د ملاتړ لپاره د اتحاد غوښتنه کړې.
د دې ولایت رسنیو دفتر پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې دغه پېښه د شېرزادو ولسوالۍ د پیرنګي بارو په سیمه کې رامنځته شوې ده.