د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې تر اوسه په دې ولسوالۍ کې د حکومت له خوا حتا يو معياري کلينیک هم نه دی جوړ شوی او د درملو، ډاکټر او نرس د کمښت له کبله يې ناروغان مړه کېږي.
د يو شمېر نجونو د کورنۍ غړي د طالبانو پرېکړه ظالمانه ګڼي او وايي چې د ښځو پر خلاف د دې ډلې سخت دريځي اقدامات د اسلام له دين څخه د «بدبينۍ» او «تنفر» لامل کېږي.
په اوسنۍ څېړنه کې هڅه شوې چې په ټولنيز ډګر کې د ښځو په اړه د طالبانو تفکر او ليد تحليل کړي. دا څېړنه څلور موضوعات لري: د طالبانو نسل پېژندنه، د دې ډلې په اوسني حکومت کې د ښځو وضعيت، د ښځينه خوځښتونو ارزونه او پايله.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) د روزا اوتنبايو له قوله ویلي، چې له کار او ټولنې څخه د ښځو محروميت افغانستان ته زيان رسوي.
طالبانو پر ښځو پراخ بنديزونه لګولي، له کار او زده کړو يې منع کړې دي، په ټولنه کې يې د هغوی د حضور مخنيوی کړی دی، دې حالت ښځې له يوه خفه کوونکي حالت سره مخ کړې دي
د نړيوالې جزايي محکمې له اساسنامې سره سم، د ځورونې او اذيت اصطلاح او د انسانانو د برابرۍ د حق نقض دومره شدت لري چې که يو اساسي حق هم له پامه وغورځول شي نو دا جرم پېښېږي.
يو شمېر کسان د دې ازموينې اخيستل د نړيوالې ټولنې فشار او د طالبانو له لوري د باج اخيستل ګڼي او وايي چې طالبانو په تېر يونيم کال کې بشري حقوق په ځانګړې توګه د ښځو حقوق نقض کړي دي.