په تېرو ۳۳ مياشتو کې طالبانو په رسمي يا «ديفاکتو» توګه زيات محدودوونکي ګامونه اخيستي چې له کبله يې د قومي، ديني، مذهبي او جنسيتي ډلو بنسټيز حقونه او ازادۍ په کې سلب شوې دي.
د امريکا د مذهبي ازاديو کميسيون ويلي، سره له دې چې طالبان هڅه کوي خپل ځانونه «منځلاري» وښيي، خو له اسلامه يې خپل ځانګړی تفسير تحميل کړی چې په هدفي توګه د ښځو، مذهبي او قومي اقليتونو حقونه تضعيفوي.
له ديني نصوصو د طالبانو تعبير په خپل ذات کې يوازينی دی، نه يوازې دا چې په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو لوی ديني ښوونيز مرکزونه يې تاييد نه کوي، بلکې په تاريخي توګه هم که د مسلمانانو واکمنيو ته وکتل شي، نو د «حجاب» په څېر چارو کې خلکو ته سزا نه ده ورکړل شوې.
کله کله داسې هم کېږي چې واکمنان د هغه مذهب له منلو انکار کوي چې د ټولنې ښکته طبقه یې پیروان وي. دوی ته په دې کې د ځان او مقام سپکاوی ښکاري چې د ټیټې طبقې د مذهب پیرو شي. اکثره داسې مذهبونه د ټولنیز جبر او غیر معمولي حاکمیت د مخنیوي لپاره رامنځته شوي وي، نو ځکه د ټولنې لوړ قشر یې له منلو انکار کوي.