«بيخي ستړې يمه د خپل ژوند څخه په تنګه شوې يمه زه حيرانه يمه چې په دغه خپلو اولادونو څه وکړم د خوراکي توکو مرستې دې راسره وکړي چې اولادونه مو له لوږې مړه نه شي.»
د اوچا په وينا، د ۲۰۲۴ کال پر مهال هم له ټولټال ۲۳.۷ ميليونه نفرو څخه چې بشرپالو مرستو ته اړتيا لري، ۵۲ سلنه يې ښځې او نجونې دي.
تېرو جګړو د سویل د نورو ولایتونو ترڅنګ ارزګان کې هم له ډیرو کورنیو سرپناه اخیستې، چې دا مهال د اوسیدو ځای نه لري او د کمرزوي اقتصاد له کبله حیران دي چې سرپناه څنګه برابره کړي.
د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، چې د زیانمنو کورنیو او ماشومانو مخ په زیاتیدونکی شمیر به په راتلونکو ورځو او اونیو کې د ژوندي پاتې کیدو او رغیدو لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا ولري.
پکتیکا ولایت د ۲۲ ولسوالیو په درلودلو سره پراخه مساحت لرونکی ولایت دی، خلک یې پر ځان بسیا اقتصاد نه لري او زیاته تکیه د موسېساتو پر مرستو کوي.
د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې د امريکا پلټونکې ادارې (سيګار) مشر جان سپکو ويلي و، چې د دې ادارې ارزونه ښيي چې طالبان د امريکا متحده ايالاتو د مرستو پام وړ برخه منحرفوي او يا هم ګټه ترې اخلي.
اوچا نن پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې دومره بودیجه روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي د زياتولو، د ناروغيو د خپرېدو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون د پياوړتيا، د رواني ملاتړ د خدماتو د وړاندې کولو او خوارځواکۍ د مديريت لپاره اړينه ده.
د لغمان د کلیو بیارغونې اوپراختیا ریاست په همغږۍ او د نړیوال بانک په مالی مرسته د دغه ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې له ٤٦ بې وزله ، کونډو او بی سرپرسته کورنیو ته د لس-لس زره افغانيو معادل خوارکي توکي ویشل شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې به شاوخوا ۱۵.۸ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.
د سيګار له راپور سره سم، امکاناتو ته لاسرسی يا هم له سرچينو او نقليه وسایلو څخه استفاده، د طالبانو د تاييد وړ افرادو استخدامول، د طالبانو له لوري انتخاب شويو وګړو ته د مرستو او خوړو انتقال په مرستو کې د دې ډلې لاسوهنې بلل شوې دي.