خبرپاڼې د ویلیم له قوله ویلي چې د دوى ادارې دا مهال نورستان ولايت کې د پنځه سوه کورنيو لپاره د غيرخوراکي توکو بستې راوړي او نن يې د وېش لړۍ هم عملاً پيل کړه.
«دغه مرستې چې د HNUCR په مالي ملاتړ ترسره کيږي هغو کورنیو ته يې موږ ويش پیل کړ، چې سخت اړمن دي او جګړو زيانمن کړي وي، په دغه مرستو کې ۴۰۰ ډالر دي چې ۴۸۰ کورنيو ته ورکول کيږي».
د خاص ارزګان ولسوالۍ څخه په خپرو شويو ويډيو ګانو کې خلک ادعا کوي چې د ورستيو سيلابونو له امله دوی ته په زيات شمير زيانونه اوښتي او لاهم تر شنه اسمان لاندي ژوند کوي.
په ارزګان کې د طالبانو لخوا پر مرستندويه ادارو ټاکل شوي مشر مولوی حسن د خلکو دغه ادعاوې په کلک ردوي او زياتوي چې په هيڅ ډول مرستو کې دوی د اړمنو کسانو سره توپیريز چلند نه کوي.