د دې طالب چارواکي په وینا، په یادو شویو شمېرو کې ۳۶۹ زره او ۵۳۳ تنه یتیمان، ۱۸۹ زره او ۶۳۵ تنه معلولین او ۹۴ زره او ۹۷ تنه کونډې دي.
د زرمینې په نامه یوه کونډه میرمن چې خاوند یې د تیرحکومت پرمهال ملي پولیسو کې وژل شوی او اوس یې د پنځو اولادونو سرپرستي ورترغاړې ده، هم د طالبانو له ناسم چلند شکایت کوي.
د دې ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رییس محمد نبي اطلاعات روز ته وویل، دوی د هغو کسانو تعداد مالوم کړی، چې معلول نه و او د اړیکو پر اساس یې د امتیازاتو اخیستلو لپاره خیالي کتابچې جوړې کړې وې.
د لغمان د مرکز مهترلام اوسیدونکی او معلول شاه زمان وايي، چې له لسو میاشتو راهیسې یې خپل حقونه او امتیازات نه دي اخېستي او له ګڼو اقتصادي ستونزو کړیږي.
معلولین وایي، د موسېساتو د فعالیتونو له ځنډېدو او د اړونده نورو دولتي ادارو د نه پاملرنې له وجې یې ژوند ستونزمن شوی او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
شير محمد په کندوز کې يو بل معلول دی او د جګړې له امله يې يوه سترګه بايللې، دی هم معلولينو ته د طالبانو د حکومت له نه پاملرنې شکايت کوي.
ده زیاته کړې چې «راشئ په افغانستان کې د ټولو لپاره د شمولیتو کرامت او برابرو فرصتونو» ملاتړ وکړو.
عبدالمنان وايي سل سلنه معلول دی، خو له هغو امتيازاتو بې برخې دی، چې له معلولينو د ملاتړ په قانون کې راغلي دي:«ما له دولت څخه نه ځمکه اخیستې او نه بل څه. يو يا دوه لاسونه يا يې دواړه پښې پرې شوې وي، دولت وايي چې تاسو د معلوليت د تثبيت اسناد نلرئ. اسناد يې خپله ورک کړي دي.»
کندهار کې د طالبانو د شهيدانو او معلولينو چارو ریيس سید محمد طاهر آغا وایي، ياد ویلچرونه د يوې شفافې پروسې له لارې د دې رياست په هڅو او IHH موسېسې په مالي ملاتړ پر ۵۰۰ معلولینو باندې ووېشل شوه.
معلولینو له روسیې، چین او نورو هېوادونو هم وغوښتل چې د طالبانو اوسنی حکومت دې په رسمیت وپېژني.