خو هغه زیاتوي چې د دې پرېکړهلیک تایید سره، د افغانستان بشري وضعیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.
هغې نن سهار (یکشنبه،۷ د وري) په یو ټویټ کې لیکلي، ملګري ملتونه له حکومتونو سره کار کوي چې د ښځو او نجونو د ښه خوندیتوب لپاره قوانین او مقررات پیاوړي کړي.
د ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا، یو شمیر لویدیځ هیوادونه غواړي چې د هغو طالب چارواکو نوملړ را کم کړي چې د سفري معافیت درلودونکي دي.
پنجشېر کې سیمه ییزې سرچینې ادعا کوي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د تېرو څو ورځو جګړو په ترڅ کې د ولسي وګړو په ګډون د احمد مسعود په مشرۍ د «مقاومت جبهې» ۷۰ تنه تر اسارت وروسته په ډزو وژلي دي.
افغانستان به د اسیايي هېوادونو په منځ کې له بنګله دېش، قرغزستان، مالدیف، جنوبي کوریا او ویتنام سره سیالي وکړي.
د بشري حقونو شورا چې ۴۷ هیوادونه یې غړیتوب لري د رایو له لارې د دریو کلونو لپاره ټاکل کېږي.
هغه راپور چې تېره ورځ (یکشنبه، د سلواغې په ۱۰مه) د اسوشیټډپرس خبري اژانس لاس ته ورغلی، ګوترش ویلي چې د قربانیانو له «دوه پر درېیمې برخې ډېر» ادعا کېږي چې د طالبانو د ناقانونه وژنو او یا د دې ډلې تړلیو وګړو له امله دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق د خوست او کونړ ولایتونو په ځینو برخو د پاکستان د هوايي بریدونو له امله چې لسګونه ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې، د امنیت شورا ته شکایت کړی دی.
دغه دفتر نن (چهارشنبه، ۲۳ د وږی) په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې « ښکېل لوري روښانه نړیوال مکلفیتونه لري؛ چې یو له هغو یې د اسیرانو احترام دی.»
هغه له طالبانو وغوښتل چې سمدستي دې د نجونو پر زده کړو محدودیتونه لغوه کړي: «زه د افغانستان په چارواکو باندې غږ کوم چې ژر تر ژره د متوسطې او لېسې دورې باندې ټول بندیزونه لېرې کړي.»
ښاغلی بېنټ داسې مهال پنجشېر ته سفر کړی، چې د «مقاومت جبهه» ادعا کوي، چې طالبانو تېره شپه د دغه ولایت د پیریان ولسوالۍ پر اوو کلیو بریدونه کړي او د خلکو خصوصي حریم ته ننوتي دي.