منير احمد خاکسار د تياتر هغه ځوان لوبغاړی چې په ډېره کمه موده کې ډېرې لاسته راوړنې لري ده اطلاعات روز ته وويل، د تياتر هنر د خلکو په زړونو کې ځای لري خو د ممثل په قدر څوک نه پوهيږي
د کندهار خوږ ژبی ممثل عبدالله ابدالي چې خلک یې د بابک په نوم یادوي، وايي تېرو کلونو کې د تمثیل او تياتر هنر نیم ژواندی مخته روان و، خو اوس د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دی.