د دې بنسټ په وينا، هغو ۱۵۱ سازمانونو چې د ښځو تر مشرۍ لاندې او يا يې هم د ښځو په چارو کې فعاليت کاوه، خپل ۸۶ سلنه کار يې يا درولی او يا هم محدود کړی دی.
د ګوتریش په وينا، د اغېزناکو بشري مرستو رسولو لپاره اړتيا ده چې ټولو اړمنو ته بشپړ، خوندي او له کوم خنډ پرته لاسرسی موجود وي.
وېسټ ليکلي: «د طالبانو هغه فرمان چې ښځې د بشري مرستو رسولو په چارو کې له کاره منع کوي، ډېر زيات غير مسوولانه دی.»
د نړيوالو او مرستندویه سازمانونو مديرانو ويلي چې د دوی وړاندوينه داده چې ډېری چارې بايد ودرول شي؛ «ځکه نه شو کولای چې ډېری اصولي بشري مرستې له ښځينه مرسته رسوونکو پرته وړاندې کړو.»
اوچا په يوه اعلاميه کې ويلي چې د طالبانو دا ډول فرمان د ښځو تر ټولو اساسي حق نقض کوي او همدا راز د بشري اصولو ښکاره سرغړونه ده.
عبدالباري چې د ارزګان ولايت د سرخوم سيمې اوسيدونکی دی طالبانو څخه د مرستو غوښتنه کوي او زياتوي چې یا دې طالبان ورته کار زمینه برابره کړي او یا دې ورسره مرسته وکړي ځکه په کور کې خوراک لپاره څه نه لري.
No More Content