ډاکتر احمد ظاهر الله یار اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې اندیښنه وښوده او ویې ویل، که اقتصادي وضعیت همداسې دوام ومومي، ښایي پر رواني ناروغیو د اخته کسانو شمیر له دې څو چنده ډیر شي.
یادې ولسوالۍ بهسود، سرخرود، دره نور، چپرهار، رودات، جلال اباد ښار، کامه، اچین، ګوشته، بټي کوټ، شینوارو، خوږیاڼي، ښېوه او مومندره دي چې نږدې ۱۰۰۰ تنو ته په کې د دې پروژې له لارې په مستقیم توګه د کار زمینه برابره شوې. د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس همداراز وايي، په دې شمېر کسانو کې يې «۵۸۱» تنه ښځينه دي، چې په خپلو کورنیو کې غالۍ اوبدې.
هغه وايي چې خاوند يې د پوليسو په ليکو کې له طالبانو سره په جګړه کړې وژل شوی، خو زامن او لېور يې بيا له دې کبله په نښه شوي وو، چې ګني له حکومت سره يې همکاري درلوده.
«زه په دې باور وم، چې له میندو سره به مرسته کوم. په همدې خاطر بدخشان ته ولاړم. په هغې وخت کې امکانات او میندو ته چوپړتیاوې ډېرې کمې وې او موږ ناروغان سر تر پښو معاینه کولې. میندې نه بستر کېدی، ځکه لومړی یې باور نه درلود او بل دا چې روغتون کې ټول سړي ول. خلکو هم دا پوهای نه درلود، کله چې ښځو ته ستونزه پیدا شي، باید روغتون ته یوړلی شي.»
د نوموړې په وینا روغتیایي اسانتیاوو ته د میرمنو د نه لاسرسي له امله ګڼ شمیر میرمنې د زیږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي. فتانه عزیز وایي، لرې پرتو سیمو کې میرمنو ته د روغتیایي اسانتیاوو د برابریدو په برخه کې یې یاده ستونزه په څو ځلي له روغتیایي چارواکو سره شریکه کړې، خو د خپل په برخه کې یې د پام وړ اقدام نه دی شوی.
دوی وويل چې افغانانو ته اوربند لومړيتوب دی او هر لوری چې خبرې ځنډوي، د ټولو ويجاړيو او وژنو مسول به وي.
يو بل مدني فعال شېر علي وايي چې که په ياده برخه کې د يوه منظم پلان له مخې کوټلي ګامونه واخېستل شي، ښايي په ټولنه کې د هغو مسائلو لپاره د هواري معقولې لارې چارې وموندل شي، کوم چې د ښځو د حقونو په مخ کې خنډ ګرځيدلي دي.